د سپین کاروان سرلاري icône

1.0 by الهدایة خپرندویه اداره


Aug 16, 2017

À propos de د سپین کاروان سرلاري

د پنځوس تنو مشرانو د ژوندلیکونو مجموعه

( د سپین کاروان سرلاري) په نوم ارزښتمن کتاب چاپ شو

د فرهنګي کمیسیون د تاریخ څانګې لخوا د پنځوس تنو مشرانو د ژوندلیکونو مجموعه ( د سپین کاروان سرلاري) په نوم په ۵۲۲ مخونو کې خپره شوه.

دا مجموعه چې د پنځوس تنو مخکښو څیرو، نظامي مشرانو او سیاسي شخصیتونو تفصیلي سوانح په کې راغلي د خپل ډول خورا ارزښتمن او له معلوماتو ډک اثر دی چې د ټولو مهمو شخصیتونو د ژوند له حالاتو مو خبروي.

ددې کتاب په مقدمه کې راغلي(په دې مجموعه کې د پنځوس تنو امارتي مشرانو سوانح راټول شوي دي چې د ژوند له ابتدائي حالاتو، تعلیم، جهاد او په اسلامي امارت کې له خدمتونو بیا د شهادت یا وفات تر وخته د هغوی دژوند په مهمو پیښو رڼا اچوي.په دې مجموعه کې ځکه د ټولو مخکښو او مطرحو شخصیتونو سوانح ځای نه شول چې زموږ په لاس کې فی الحال همدا سوانح بشپړ او د نشر لپاره آماده و، که د نورو نامرتبو سوانحو تر ترتیب پورې مو انتظار کولای شاید د کتاب چاپ ډیر تأخیر شوی وای او ضخامت به یې هم له معمول حد څخه زیات وای)

دا کتاب چې په ښکلي قطع او صحافت چاپ شوی د ټایټل په لومړي مخ یې په عنوان سربیره د مجاهدینو د یو موټریز کاروان انځور راغلی چې سپین بیرغونه ورباندې رپیږي. د ټایټل په وروستي مخ د کتاب له متن څخه د لنډ اقتباس سربیره د کندهار د عیدګاه انځور اغلی چې د امارت د واکمنۍ په مهال جوړه شوې وه.

په کتاب کې راغلي سوانح د بیلابیلو لیکوالانو لخوا لیکل شوي خو ټولونه، ترتیب او تنقیح یې د تاریخ د څانګې د مسؤل قاري سعید لخوا شوې ده.

دا کتاب په لومړي مخ د ( لومړی ټوک) لیکل شوی عنوان ښیي چې دا د سوانحو د یوې لړۍ لومړۍ برخه ده چې شاید په راتلونکې کې یې نورې برخې هم ترتیب او چاپ شي.

کتاب له معلوماتي اړخه خورا ارزښتمن اثر دی چې د کتاب د مینه والو تنده خړوبولی شي.

Quoi de neuf dans la dernière version 1.0

Last updated on Aug 16, 2017

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Chargement de la traduction...

Informations Application supplémentaires

Dernière version

Demande د سپین کاروان سرلاري mise à jour 1.0

Nécessite Android

2.1 and up

Voir plus

د سپین کاروان سرلاري Captures d'écran

Charegement du commentaire...
Recherche en cours...
Abonnez-vous à APKPure
Soyez le premier à avoir accès à la sortie précoce, aux nouvelles et aux guides des meilleurs jeux et applications Android.
Non merci
S'inscrire
Abonné avec succès!
Vous êtes maintenant souscrit à APKPure.
Abonnez-vous à APKPure
Soyez le premier à avoir accès à la sortie précoce, aux nouvelles et aux guides des meilleurs jeux et applications Android.
Non merci
S'inscrire
Succès!
Vous êtes maintenant souscrit à notre newsletter.